google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ورک شوی لبنانی 40 کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو
انصار (قوس ۱۸ مه)، د رویټرز خبري اژانس په ورځ راپور ورکړ چې یو لبنانی، چې له ۴۰ کلونو راهیسې ورک و، د حماه ښار له زندانه وروسته له هغه ازاد شو چې دا ښار د بشار اسد د رژیم مخالفانو ته ولوېد. د دې راپور له مخې، معمر العلي هغه وخت پوه شو چې د خوشي شویو بندیانو په فلم کې یو ږیره ور سړی یې ورور «علي» دی، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې ورک شوی و. العلي په خپل کور کې چې د لبنان په شمال کې دی، وویل: «زما زړه ماته شاهدي راکړه چې دا زما ورور دي.» ده زیاته کړه، د پنجشنبې له ورځې، چې د خپل ورور ویډیو یې په انټرنیټ کې لیدلې، تر اوسه نه دی توانېدلی چې له هغه سره اړیکه ونیسي. یوه سوري خبریال چې په حماه کې دی، ویلي چې دغه لبناني بندي خپله حافظه په بشپړ ډول له لاسه ورکړې او نه پوهېږي چې هغه څوک دی. د هغه کورنۍ، چې په لسیزو یې د هغه د موندلو لپاره لټون کړی، وایي چې علي العلي هغه وخت ونیول شو چې ۱۸ کلن و. دی د لبنان د کورنۍ جګړې پر مهال د سوریې د پوځ د تلاشۍ په یوه پوسته کې نیول شوی و. دغه جګړه له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې روانه وه. د تېره اوونۍ یاغیانو د حما ښار د نیولو پر مهال زرګونه بندیان له دې بدنام زندان څخه خوشي کړل. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اوس زرګونه کورنۍ هیله لري چې خپل خپلوان به، چې د اسد د کورنۍ د واکمنۍ په نیمې پېړۍ کې په زندانونو کې وو، پیدا کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





