google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په 2023 کې د 630 میلیارد ډالرو وسلې پلورل شوي
انصار: ( د لیندۍ ۱۳ مه)، یوه نوې څېړنه ښيي چې د اوکراین د جګړې، په غزې تړانګې کې د شخړو او په ختیځه آسیا کې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو تر اغېز لاندې، د لویدیځ، آسیايي د سترو شرکتونو او همداراز په روسیې او منځني ختیځ کې د تولیدونکو د وسلو تولید او پلور ډېر زیات شوی دی. د سټاکهلم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ (SIPRI) د راپور له مخې، تېر کال د نړۍ د وسلو د ۱۰۰ سترو وسلو تولیدونکو شرکتونو د وسلو او پوځي خدماتو پلور ۴.۲ سلنه زیات شوی او ټولټال ۶۳۲ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی. راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د دغو شرکتونو عاید لږ راکم شوی و، ځکه هغوی د زیاتېدونکي تقاضا د پوره کولو توان نه درلود، خو تېر کال د ډېرو شرکتونو تولید او پلور ډېر شوی دی. د وسلو د پلور د زیاتوالي یوه روښانه نښه دا ده چې د دغه انستیتیوټ د څېړنې له مخې، تېر کال د نړۍ د وسلو د سلو سترو تولیدونکو ټول پلور لومړی ځل له یو تریلیون ډالرو واوښت. لورنزو اسکارازاتو، چې په ستاکهلم انسټیټیوټ کې د نظامي لګښتونو او وسلو د پلور متخصص دی، فرانس پرېس ته ویلي: په ۲۰۲۳ کال کې د وسلو تولیدونکو عاید ډېر زیات شوی او ډېر احتمال شته چې په ۲۰۲۴ کال کې به هم دوام وکړي. هغه زیاته کړه: د ۱۰۰ سترو شرکتونو د وسلو پلور په بازار کې د تقاضا بشپړ انځور نه وړاندې کوي. ډېری شرکتونو خپلې تولیدي اسانتیاوې او کاري ځواک پراخ کړی چې دا د راتلونکو کلونو د پلور زیاتوالي ته د دوی هیله ښيي. نان تیان، چې په دغه انسټیټیوټ کې د نظامي لګښتونو او وسلو د پلور څانګې مشر دی، فرانس پریس ته ویلي: ډېری کوچني شرکتونه د وسلو د سیستمونو یوه برخه یا ځانګړي وسایل تولیدوي چې یوازې د پرزو د لېږد او جوړېدو په یوه دوره پورې اړه لري، نو هغوی کولای شي د بازار تقاضا ته ډېر ژر ځواب ووايي. د څېړنې له مخې، د نړۍ د وسلو د پلور نیمایي عاید د امریکایي شرکتونو په برخه شوی دی. په دې لړ کې، د نړۍ په ۱۰۰ سترو وسلو تولیدونکو کې ۴۱ امریکایي شرکتونه شامل دي چې د دوی عاید په تېرو کال کې په منځنۍ توګه ۲.۵ سلنه زیات شوی دی. خو د لاکهید مارټین او RTX (د نړۍ تر ټولو لوی وسلو جوړونکي شرکتونه) عاید تېر کال په ترتیب سره ۱.۶ او ۱.۳ سلنه کم شوی. د متخصصانو په وینا، د دې لامل دا دی چې لوی شرکتونه پېچلي سیستمونه لري چې په لنډ وخت کې خپل تولید نه شي زیاتولی. د اروپایي شرکتونو د عاید او پلور د زیاتوالي کچه، چې د نړۍ ۲۷ لوی تولیدونکي شرکتونه جوړوي، په منځنۍ توګه یوازې ۰.۲ سلنه وه. خو راپور زیاتوي چې د جګړې اړوند د ډېرو وسلو، په ځانګړي ډول مهماتو، توپخانې، د هوا ضد سیستمونو او ځمکني وسلو لپاره د تقاضا زیاتوالي د دغو شرکتونو عاید په ۲۰۲۳ کال کې ډېر زیات کړی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





