google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د ایران لپاره له چین سره تر ټولو لنډه لار له افغانستان څخه تیریږي
انصار: (لیندۍ لومړۍ)، د ایران د لارو او ښاري پراختیا مرستیال وزیر او د ریللارو د ادارې عمومي رئیس جبار علي ذاکري د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې له رئیس محمد اسحاق صاحبزاده سره په یوه غونډه کې وویل چې د چین، افغانستان، او ایران ترمنځ د ګاونډیتوب له امله، د ریلګاډي په وسیله ترانسپورتي لګښت او واټن خورا کمېدی شي. د ترند خبري اژانس د راپور له مخې، ذاکري وویل، هیواد یې د افغانستان د لارې وړاندیز کړی، او باور لري چې دا یوازینۍ لاره ده چې د مالونو د ترانسپورت په برخه کې ډېره اغېزمنه ثابتېدای شي. پر همدې اساس، د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې د هرات د اورګاډي کرښې بشپړول ډېر مهم دي. ذاکري زیاته کړه چې ایران ته نژدې د افغانستان په شمال لویدیځ کې د ریللارې جوړېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د ترانسپورت لپاره یو لوی فرصت دی. په دې غونډه کې د افغانستان د ریللارې د ادارې رئیس محمد اسحاق صاحبزاده هم هیله څرګنده کړه چې د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، د چین-افغانستان-ایران د اورګاډي د ترانسپورت په برخه کې لوی ظرفیت شته. هغه وویل چې افغانستان چمتو دی په دې برخه کې له ایران سره اړین ګامونه پورته کړي. صاحبزاده زیاته کړه چې په افغانستان کې د زرنج-کندهار د ریللارې د جوړولو لپاره څېړنې روانې دي. دا کرښه کندهار د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له زابل ولسوالۍ سره تړي او په وسیله به یې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې نوی باب پرانیستل شي. د دواړو هېوادونو ګډه همکاري به د مالونو په ترانسپورت کې زیاتوالی رامنځته کړي، چې په پایله کې به د سوداګرۍ کچه هم لوړه شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





