google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
له 2025 کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي
انصار: (د تله ۲۵ مه)، د چین د باندنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې له راتلونکي کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي. په چین کې د افغانستان سفارت وايي، چې دا پرېکړه د چین لپاره د طالبانو د سفیر بلال کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې د رئیس لیو جین سونګ د کتنې په لر کې اعلان شوه. د دې سفارت په وینا، ښاغلي سونګ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې به، چې تر درې میاشتو کمه موده ورته پاتې ده، د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه لغوه شي. د چینایي چارواکي په وینا، دا معافیت به د ۴۰ نورو هیوادونو لپاره هم پلي شي. طالبان وایي، په دې کتنه کې د کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې رئیس ترمنځ د طالبانو او بیجینګ ترمنځ د سیاسي اړیکو په پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي ودې، او د ګاونډیو او سیمې له هیوادونو سره د تعامل په اړه خبرې شوې دي. طالبان زیاتوي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې لیدنه کې همدارنګه وویل چې چین په تدریجي ډول د واخان دهلیز د فعالولو لپاره چمتووالی نیسي، چې افغانستان او چین سره ونښلوي. په دې لیدنه کې د منځنۍ اسیا د تېلو او ګاز د شرکت ایم سي سي پر هڅولو هم خبرې وشوې چې د آمو سیند د تېلو استخراج چټک کړي او د مس عینک د پروژې د پراختیا په اړه خبرې وشوې. چین، که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو له دې ډلې سره تعامل لري. په تېرو درې کلونو کې، یو شمېر چینایي شرکتونو د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره قراردادنه لاسلیک کړي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





