google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د هند تر ټولو د شتمنو کسانو په لیست کې اداکاره جوهي چاولا ده
انصار: (د تله ۱ )، په هند کې د درجه بندۍ یوې ادارې هارن انډیا یو راپور خپور کړی چې پکې په هند کې د هغو کسانو نوملړ شامل دی چې د میلیاردونو روپیو خاوندان دي. د هارن انډیا له خوا په خپور شوي لیست کې 539 کسان شامل دي او په هغه کې د هر کس انفرادي شتمني دا مهال په هندي اسعارو کې شاوخوا 4600 کروړه اټکل شوې ده. په داسې حال کې چې جوهي چاوله له شاهرخ خان وروسته د بالیووډ تر ټولو شتمنه اداکاره ده. د شاهرخ خان ټوله شتمني په هندي اسعارو کې له اووه زره کروړه ډالرو ډېره ده. د راپور له مخې، د جوهي چاوله د شتمنۍ د ډېرېدو لوی لامل د هند غوره لیګ (IPL) لوبډلې کلکتې نایټ رایډرز (KKR) په مالکیت کې د هغې د خاوند جې مهیتا او د اداکار ملګري شاه رخ خان ملګرتیا ده. د فوربس پر اساس KKR په 2022 کې 1.1 ملیارد ډالر ارزښت لري چې په هندي اسعارو کې نهه زره یو سلو دېرش کروړه دي. د زي نیوز د راپور له مخې، جوهي چاوله له خپل میړه جې مهتا سره د ممبۍ په یوه خورا قیمتي سیمه، ملبیري هیلز کې ژوند کوي. د جوهي چاوله او شاه رخ خان په ګډون د بالیووډ څو نور شخصیتونه هم د شتمنو کسانو په لیست کې شامل دي. د هند تر ټولو بډایه اداکاره څوک ده؟ د هند تر ټولو د شتمنو کسانو په لیست کې اداکاره جوهي چاولا ده. جوهي چاوله په ۱۹۸۴ کال کې د مس انډیا لقب تر ګټلو وروسته په ۱۹۸۶ کې له «سلطنت» فلم سره د اداکارۍ پیل وکړ. جوهي چاوله په ۱۹۸۸ کال کې د قیامت سې قیامت تک په فلم کې د عامر خان د هیروین رول لوبولی و.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





