google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پر ریللارو او ټاپي د خبرو لپاره د طالبانو پلاوی ترکمنستان ته تللی
انصار: (د وږی ۸ مه)، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر هدایت الله بدری پرون (چهارشنبې) د یوه پلاوي په مشري ترکمنستان ته لاړ. د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت ویندوی همایون افغان په یوه پوسټ کې وویل چې پلاوی به د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد ښار کې له ترکمن چارواکو سره وګوري. په دې کتنو کې به د ټاپي پروژې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د ریللارې د پروژو او همداراز په افغانستان کې د ټاپي (ترکمنستان- افغانستان- پاکستان-هند) د پایپ لاین د چارو د عملي پیل په اړه خبرې وشي. تر دې یوه ورځ وړاندې (سې شنبې) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وویل چې د ټاپي پروژې د اجرا لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسیدلی او عملي کار به یې ډیر ژر پیل شي. متقي په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ټاپي پروژه د اقتصادي ګټو تر څنګ د افغانستان لپاره مثبتې سیاسي پایلې لري. پر ټاپي پروژې سربیره، د افغان-ترکمن اقتصادي دهلیز او له ترکمنستان سره د نوري فایبر پروژې په ګډون به په یو شمېر نورو ګډو پروژو هم کار پیل شي. هغه زیاته کړه چې د ټاپي نللیکه به په کال کې ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز انتقال کړي. ترکمنستان ډېر لیواله دی چې دا پروژه ژر پیل او بشبړه شي خو په افغانستان کې امنیتي او اوس سیاسي بې ثباتي سبب کېږي چې پر دې پروژې کار ونه شي. حاضردمه نړیوال پانګوونکي زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پر دې پروژه پانګونه وکړي ځکه چې افغانستان یو مشروع حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی وي او پر خپلو نړیوالو ژمنو ولاړ وي، نه شته.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





