google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه                
نور   په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
               
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
2024/08/21-03:16

انصار: (د زمري ۳۱ مه)،  د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پیژندنې ریاست د هوا د اټکل پر اساس، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلونو خبرداری ورکړی دی.

د هواپېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نن چهارشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سیلونو امکان شته.

اټکل کیږي چې په بیلابیلو سیمو کې د باران اندازه د ۵۰ او ۹۰ میلي مترو ترمنځ وي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د غزني، پکتیکا، پکتیا، زابل او میدان وردګ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو فصلونو او د خلکو باغونو ته زیان اړولی او ځینې سړکونه یې ویجاړ کړی دی.

له دې جلا پرون (سې شنبې) د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې د راتلونکو ۳ ورځو لپاره (د روانې زمري مياشتې له ۳۱مې څخه د وږي تر ۲مې نېټې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو او د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلونو د راوتلو اټکل کوي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) په سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (پنجشیر، غوربند، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې خوړونو کې شته.

سږنی کال د ورښتونو له نظره په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې بې ساری دی. خو له دې سره سره لا هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کموالي او وچکالۍ شکایتونه کېږي.

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
ترافیک
د ښي لاس شترینګ موټرو په اړه طالبان د ځینو پرېکړو خبر ورکوي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
پاکستان
د نړۍخوار خلک د افغانستان په شمول په 10 هیوادو کې ژوند کوي

پاکستان کې د پولیسو له لوري افغانان نیول او بندیان کېږي

له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ نژدې زر افغان کورنۍ راستنې شوي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
ملگروملتونه
ملګري ملتونه: له افغانانو سره یې د مرستو بودیجه زیاته شوې
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
طالبان
طالبان په عام محضر کې د تعزیري سزاګان تطبیق کړ
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
طالبان
د طالبانو حکومت په وروستیو سیلابونو کی د 10 نور کسان مرگ تایید کړه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
طالبان
په کابل او زابل کې له پنځلسو زیات کسان په عام محضرکې په دُرو ووهل شول
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
آب و هوا
په 23ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلابونو د راوتو اټکل شوی
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
ایران
د ناروې شورا د راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه کړې
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
طالبان
د هېواد په 15 ولایتونو کې د کانکور ازموینه د غويي په 21مه پیلېږي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
طالبان
بینټ: د طالبانو د جزا قانون ظلم او تبعیض بنسټیز کوي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
طالبان
په افغانستان کې د نوروز جشن پيکه شوی
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
منځني ختیځ
د منځني ختیځ دوامداره کړکېچ به نړیواله لوږه اوج ته ورسوي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
طالبان
د هرات اوسېدونکي د برېښنا له پرلپسې پرې کېدو شکایت لري
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
کدوال
په ایران کې روانې جګړې افغان کډوال اړ کړي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
یونیسف
یونیسیف په خوارځواکۍ اخته سلګونو زرو ماشومانو ته مرستې رسوي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
د نړۍخوار خلک د افغانستان په شمول په 10 هیوادو کې ژوند کوي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
پاکستان کې د پولیسو له لوري افغانان نیول او بندیان کېږي
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
په 16 ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press