google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي
انصار: ( د وری 13مه)، په دې وروستیو کې له زړو بانک نوټونو څخه د خلکو تر پرلپسې شکایتونو وروسته د افغانستان بانک له لوري بازار ته نوي بانک نوټونه وړاندل شو، خو لیدل کېږي چې په بازارونو کې د دغو بانک نوټونو خوندیتوب ته څنګه چې لازمه ده، پاملرنه نه کېږي. د خلکو وېره دا ده چې که بیا هم هېوادوال د بانک نوټونو خوندیتوب ته پام ونه کړي، یو ځل بیا به د تېر په څېر زاړه بانک نوټونه د دوی کاروبار له ستونزو سره مخ کړي. د کابل ښار اوسېدونکو وایی لکه څنګه چې له بهرنیو پيسو څخه په ښه توګه ساتنه کوو، همداسې باید له افغانیو څخه چې زموږ ملي هویت دی ساتنه وکړو ترڅو د پیر او پلور پر وخت له ستونزو سره مخ نه شو. بلخوا، د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري بیا له افغانیو څخه ساتنه د خلکو ملي مسوولیت ګڼي او له هېوادوالو څخه غواړي چې د بانک نوټونو د ساتلو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي. هغه وایی:«د بانک نوټونو ساتنه ملي مسوولیت دی، موږ له هېوادوالو غواړو چې د بانک نوټونو ساتلو ته پاملرنه وکړي او په مسولانه ډول یې وکاروي، تر څو له وخت مخکې زاړه نه شي. د ساتلو لپاره یې کولای شي، له بټوو ګټه واخلي او په غوړو، ککړو او لمدو لاسونو یې و نه کاروي، ځکه په دغه کار سره بانک نوټونه له وخت مخکې زړېږي.» په دې وروستیو کې افغانستان بانک ویلي چې په تېر کال کې یې نږدې اووه میلیارد زاړه بانک نوټونه سوزولي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





