google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې
انصار: ( د وری 12مه)، د پنجشېر والي وايي، د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوي په پنجشېر کې د دغه پروژې په اړه خپلې وروستۍ سروې ترسره او ډاډ يې ورکړ چې ډېر ژر به په دغه پروژه عملي کار پیل کړي. د پنجشېر ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې د ياد پلاوي له قوله ويلي، دا د سيمې په سطحه یوه لویه پروژه ده چې د پنجشېر له مرکز بازارک نیولې تر کابله ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د دوه متره مکعبه اوبو پر انتقال موافقه شوې ده. خبرپاڼه کې راغلي، پلاوي ويلي چې دوی د بهرنيو شرکتونو سره په خبرو کې دي او په وينا يې، د روسي کمپنیو سربېره اوس د ترکي S.K.M نړيوال شرکت لېوالتیا ښوولې چې د دغه پروژه پلي کړي. د یادونې وړده چې د کابل د اوسېدونکو د اوبو او په تېره بیا د څښاک د اوبو نه شتون د ستونزې د حل په موخه حکومت نه غواړي د پنجشېر د سیند اضافي بهېدونکې اوبه کابل ته انتقال کړي، چې ورسره به د دوه میلیونه زياتو خلکو د اوبو د نشت ستونزه حل شي. د دغه وزارت د سروې او ډیزاین د رئیس په وینا د د غه ښار د پاتې خلکو د اوبو ستونزه به د شاه توت له بند څخه پوره کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





