google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟                
نور   د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
               
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
2024/01/31-04:38

انصار: (د سلواغه31مه)، ډالرو له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په هېواد کې ثابت حالت نه دی پیدا کړی او کله یې بیې لوړې او کله هم ټیټې وي چې په دواړو حالتو کې خلک زیانمنېږي.

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په کابل ښار کې یو ډالر په ۷۶ افغانۍ هم وپلورل شو چې له تېرو ورځو سره یې بیې ډېر توپیر لري.

په کابل کې یو شمېر هټیوال وايي چې د ډالرو په پورته کېدو سره په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو کې د پام وړ زیاتوالي راغلی او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

هټیوال میزا حسین وايي، د ډالرو په لوړېدو سره د خوراکي توکو په بیو کې زیاتوالی راغلي او دوی هم مجبور دي چې د ډالرو بیو مطابق خپل توکي وپلوري.

« ډالر چې ښکته وي نرخونه هم ښکته، چې پورته شي نرخونه هم ورسره لوړېږي. د درېیو ورځو په جریان کې د یو کارټن غوړیو بیه کې تر ۵۰ افغانیو زیاتوالی راغلی.»

خو دا چې د ډالرو د بیو ثابت حالت پاتې کېدو لپاره باید څه وشي؟ په دې اړه د اقتصادي چارو شنونکی نازک میر زیارمل وایي:

«دلته د حکومت او د افغانستان بانک دنده دا ده چې دوی باید تورم کنټرول کړي او داسې پولی سیاست غوره کړي چې موږ له ستر نوساناتو سره مخ نه شو او د دې تر څنګ دوی باید کافي ډالر په اختیار کې ولري. له نړۍ سره باید اقتصادي تعامل هم ورغول شي.»

په کابل کې د صرافانو ټولنې رییس حاجي عبدالرحمن ځیرک هم مني په دې وروستیو کې په مارکېټونو کې د اسعارو نوسانات زیات شوي، خو ډاډ ورکوي چې دغه نوسانات د اندېښنې وړ نه دي او دا یو معمول امر دی.

نوموړی وايي، دا چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې ښکته او یا هم پورته کېږي، تر ډېره د عرضې او تقاضا مسله ده چې کله ډالرو او کله افغانیو ته اړتیا زیاتېږي.

« زما په نظر د افغانستان بانک په کافي اندازه په خپلو ذخایرو کې بهرني اسعار لري او دا مسله د ااندېښنې وړ نه ده او کولی شی د افغانیو ارزښت لوړ وساتي.»

بلخوا، د افغانستان بانک مسوولین وايي چې یاد بانک پر دې توانېدلی چې په تېر یو کال کې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت تر یوې کچې کنټرول کړي.

د افغانستان بانک ویاند حسب الله نوري کلید راډیو ته وویل چې په بازارونو کې د مبادلې په نرخونو کې د نوساناتو راتګ یا د بیو لوړېدل او ټیټېدل یوه عادي امر دی او په وینایې، د افغانستان بانک په بازارونو کې څارنه کوي، تر څو د نوساناتو مخه ونیسي.

« د افغانستان بانک پولي سیاست له بېلا بېلو ابزارو څخه کار اخلي چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي.»

هېوادوال هم له دولت څخه غواړي چې د هغو بهرنیو اسعارو د بیو ارزښت ثابت ساتلو لپاره جدي هڅې وکړي چې د لوړېدو او ټیټېدو په صورت کې پر کور دننه په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو پر لوړېدو ژر اغېز لري.

 

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
بلاروس
د طالبانو حکومت بلاروس سره د تیلو د پیرلو خبرې کړي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
قزاقستان افغانستان سره سوداګري 3 ملیارد ډالرو ته لوړه کړي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
د افغانستان او ازبکستان د تجارتي شورا تاسیس شو
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
فطرت: په تورخم کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې سوداګرو ته 300 میلیونه افغانۍ زیان اوښتی
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
روسیه
د افغانستان کرنیز محصولات د روسیې بازار ته صادریږي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
د پنجشېر له کانونو ایستل‌شوي څه باندې 3 زره قیراط زمرد پلورل شوي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه 17 برابره شوې
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
طالبان تورغونډۍ بندر کې بې‌کیفیته قیر بېرته مسترد کری دی
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
عزیزی: د راتلونکو کلونو لپاره 232 بېلابېلې پروژې پلان شوې دي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
افغانستان بانک څه باندې 537 میلیون زاړه بانکنوټونه سوځولي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
ترکمنستان
د ټاپي د 91 کیلومتره نللیکې د غځولو لپاره لاره هواره شوه
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
جاپان
جاپان افغانستان سره نولس نیم میلیونه ډالر مرسته کوي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
بنګله‌دېش
طالبان له بنګله‌دېش سره د بې تعرفې راکړې ورکړې وړاندیز وکړ
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
کابل
کابل کې د 30 میلیون ډالرو په لګښت سړه خونه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
طالبان
کندهار کې پر 500 جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړېږي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
ترکیه
ترکیه په افغانستان کې د سمنټو د تولید فابریکه جوړه وی
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
قالین
د 19 هېوادونو له‌منځه د افغانستان غالۍ لومړی مقام خپل کړی
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
قزاقستان افغانستان سره سوداګري 3 ملیارد ډالرو ته لوړه کړي
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د افغانستان او ازبکستان د تجارتي شورا تاسیس شو
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟