google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په بلخ کې 500کسانو ته کاري زمینه برابره شوې
انصار: (د مرغومی څلورمه)، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه سوداګر له لوري د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د موسمي جامو د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوې چې په کې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د یادې کارخونې مسوولین وايي، د دوی تولیدات د کیفیت له پلوه له وارداتي محصولاتو سره سیالي او د مزارشریف د بازارونو څو فیصده اړتیا هم ور پوره کولی شي. د موسمي جامو د تولیدي کارخونې مسوول احمد ضیا وایي، کارخونه یې د ژمي په موسم کې جمپرونه او د اوړي په موسم کې واسکټونه تولیدوي او بازار ته یې د خرڅلاو په هدف په مناسبه بیه عرضه کوي. د دې کارخونې مسوولین د حکومت له مسوولینو او د هېود له سوداګرو څخه غواړي چې په افغانستان کې دننه د خامو توکو د تولید په برخه کې هڅې وکړي او خصوصي سکټور ته زمینه برابره کړي چې هېواد په دغه برخه کې پر ځان بسیا او غني شي. یو شمېر کسانو ته، چې په دې تولیدي کارخونه کې ورته د کار او کسب زمینه برابره شوې، خوښي څرګندوي او د هېواد په ملي سوداګرو غږ کوي چې ورته تولیدي کارخونې او شرکتونه دې جوړ کړي چې بهر هېوادونو ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وشي. بلخوا د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین ټینګار کوي، چی حکومت د کورنيو تولیداتو او د ملي سوداګرو ملاتړ کوي او د دوی پر وړاندې د شته سونزو د حل ډاډ ورکوي. دغه کارخونه په داسې حال کې جوړېږي چې دامهال په بلخ ولایت کې ۱۷ سوه لویې، وړې او متوسطې کارخونې شتون لري، چې له دې دلې څخه ۵۰۰ کارخونې فعاله دي او خدمات وړاندې کوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





