google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د پاکستان سترې محکمې په یوه قضیه کې، په ضمانت د عمران خان خوشې کېدل تایید کړل
انصار: (د مرغوی دویمه) د پاکستان سترې محکمې د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې د پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د په ضمانت خوشې کېدو غوښتنه تایید کړې ده. د دوی مدافع وکیل ویلي، نه پوهیږي چې د تحریک انصاف ګوند دا دوه مشران به خوشې شي کنه؟ پر دوی ځینې نور جدي تورونه هم لګول شوي چې د بندي کېدو سبب شوی یې دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلماني ټاکنې را نږدې دي او عمران خان او قریشي دواړه پکې له ګډونه منع شوي. عمران خان ته تر پنځو کلونو له سیاسته د لیرې والي امر هم شوی دی. هغه له دې سره- سره هڅه کوي چې خپل پلویان ټاکنو ته نوماندان او واکمن مسلم لیګ نواز او نور مخالف ګوندونه وننګوي. عمران خان د پاکستان په ځوان نسل کې د پام وړ نفوذ څخه برخمن ګڼل کېږي. له دې سره، مخالفان یې دی ناکام او په فساد تورن بولي، خو ځینې کتونکي باور لري چې له پوځ سره د هغه ورانیدل له واکه د ده د ایسته کېدو او اوسني وضعیت سبب شوی. څارونکي اټکل کوي چې په پاکستان او د پوځ په ګډون نورو بنسټونو کې یې د خان د پام وړ اغېز به د هغه د منزوي ساتلو هڅې په ګډوډیو ځواب کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





