google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول
انصار: (د لیندی 6 مه) د نواب خان په نوم یوه افغان فلمي لوبغاړي د هندوستان په یوه تازه فلم کې مرکزي رول لوبولی. هغه د اناري ازبک په نوم دغه فلم کې چې د نومبر به ۲۴ مه خپور شوی، خپل رول لوبول یو له توقع لیرې کار بللی او ټینګار یې کړی چې بهر مېشتي افغان سینماوال باید د افغاني فلمونو د جوړولو لپاره سره لاسونه ورکړي. پر یاد شوي فلم تر۱۲۰ میلیونه هندي روپیو لګښت شوی او خلکو یې هرکلی کړی. د افغانستان یو شمېر نورو فلمي څېرو هم په هندي سینما کې رول لوبولی، خو دا لومړی ځل دی چې یو افغان ځوان د یوه هندي فلم د مرکزي کرکټر په بڼه را څرګندیږي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو د سینما په ګډون ټول هنرونه منع کړي او سلګونه فعالان یې هېواد پرېښودو ته اړ وېستي دي. د طالبانو تر واک لاندې د افغان فلم اداره اوس تر ډېره د طالبانو لپاره تبلیغاتي ویډیوګانې جوړوي چې د دوی مخکیني ځانمرګي او نور بریدونه او اوسني توندلاري افکار پکې مثبت ښودل کیږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





