google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان په نیمايي سیمو کې د ورښتونو اټکل شوی
انصار:( د لیندی لمړی)، د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو په افغانستان او شاوخوا هیوادونو کې د واورو او بارانونو د اورېدو اټکل کړی دی. د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د واورې د اورېدو او باران وړاندوینه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې ممکن د ورښتونو له کبله په ځینو سیمو کې سیلونه جاري شی. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپره کړه. د دې خبرپاڼې پر اساس، د نن چهارشنبې په ورځ او همداراز سبا (پنجشنبې) به د تخار، کندز، بامیان، هرات، غور، بدخشان، او پنجشیر په شمول د هېواد د اتلسو ولایتونو په لوړو سیمو او همداراز سالنګونو کې واورې واوري. د دې ادارې له اټکل سره سم د ورښتونو اندازه به له لسو تر ۳۵ میلي مترو پورې وي د سیلونو د راوتلو احتمال هم شته. تر دې مخکې هم د پغمان د غرونو په شمول د هیواد په یو شمېر لوړو سیمو کې واورې ورېدلي دي. یو شمېر خلک اندېښنه لري چې که د سالنګ لوبه لار ژر بشپړه نه شي او د واورو ورېدا دوام وکړي ممکن د شمال او جنوب ترمنځ تګ راتګ ودرول شي. حاضردمه ډېری موټرچلوونکي د بامیان ولایت د شیبر په لاره تګ راتګ کوي چې په ژمي او د واورې د اورېدو په صورت کې ورباندې تګ راتګ نه کېږي. د ایران او منځنۍ اسیا په یو شمېر سیمو کې هم د نن او سبا لپاره د ورښتونو اټکل شو ی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





