google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغان کډوالو له امله پر پاکستان د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر نیوکې
انصار:( د لړم ۱۷مه)، د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر بهیر نیوکې کړي. نوموړي دغه وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او ویلي، افغان کډوالو پاکستان ته پناه وړې وه، خو دغه هېواد یې په زوره له ورپېښو خطرونو سره وباسي. پرون د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، له دوی سره د تاوتریخوالي او پر وړاندې یې د ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړل. د طالبانو چارواکي وايي، نږدې ۳ سوه زره افغان کډوال له پاکستانه راشړل شوي او لا هم دا بهیر روان دی. په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر د طالبانو له حکومت او ‘یو این ایچ سي آر’ سره له مشورې پرته پیل شوی او پاکستان دا حق نه لري چې د یوې مناسبې تګلارې پرته افغان کډوال ستانه کړي. پاکستان بیا د افغان کډوالو پر وړاندې د خپل چلند دفاع کړې او پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





