google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
له راتلونکې میاشتې د افغانانو له منلو دډه کوو
انصار (د تله ۶ مه) د برازیل حکومت اعلان وکړ چې د بشري خواخوږۍ پر اساس د افغانانو د منلو پالیسي یې بدله کړې ځکه چې له دې کبله برازیل د هغو کډوالو په دروازې مشهور شوی چې له طالبانو تښتي او له برازیل څخه په خورا سختو لارو ځان امریکا ته رسوي. د برازیل (هولا دي ساپالو) ورځپاڼې پرون راپور ورکړ، د برازیل د حکومت د پرېکړې پر اساس د اکتوبر له میاشتې وروسته، افغانانو ته یوازې په هغه صورت کې وېزه ورکول کېږي چې پناهځایونه یې ځایونه تضمین وي. یعني دا ثابته کړي چې په برازیل کې ځای او کار لري. د برازیل د حکومت پر دې پرېکړې ځینو فعالانو اندېښنه ښکاره کړې ده. خو د برازیل د عدلیې وزیر ارودا بوتلهو وايي چې دا پرېکړه د هغو افغانانو د ښېګڼې لپاره ده چې په برازیل کې د اوسیدو ځای او نور امکانات نه لري. ویل کېږي چې برازیل ته افغانان د دې لپاره ځي چې له دغه هیواده په خورا سختو او اوږدو لارو ځان د امریکا متحدو ایالتونوته ورسوي. دوی عموماً د پاناما او کولمبیا ترمنځ له دارین تنګي تېریږي چې خلک یې له دې کبله چې ډېره خطرناکه ده د «مرګ ځنګل» بولي. د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





