google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ترکمنستان سره به درېیمه ترانزیتي لار او بندر جوړ شي
انصار (شنبه، د میزان ۱ مه) د طالبانو حکومت غواړي چې له ترکمنستان سره یوه نوې ترانزیتي لاره او بندر پرانیزي چې له دې سره به د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې درو ته ورسیږي.
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې دا نوې لار به د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې جوړه شي. د ښاغلي مجاهد په وینا د دې نوې ترانزیتي لارې د جوړېدو هدف دا دی چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تجارتي مالونو واردات او صادرات اسانه شي. ده زیاته کړه:«موږ غواړو چې په بالامرغاب کې له ترکمنستان سره یوه نوې لار پرانیزو. کار روان دی، او د پروژې په اړه پرېکړه شوې ده. موږ له شرکتونو سره خبرې کوو چې د دې لارې د جوړېدو په باب ورسره قرارداد لاسلیک کړو، عملي کار به یې پیل شي.» له بلې خوا د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي:«د حکومت د مشر له لارښوونې سره سم، دوی په بالامرغاب ولسوالۍ کې د تګ راتګ د نوې لار ځای په دقت پلټلی او د دې موضوع په اړه یې د سیمې د اوسیدونکو نظرونه پوښتلي دي.» د دې نوي بندر جوړېدا به د بادغیس ولایت په تېره بیا بالامرغاب ولسوالۍ، چې د دغه ولایت تر ټولو لویه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. له ترکمنستان سره افغانستان دوه بندرونه لري چې تر ټولو مهم یې د تورغونډۍ بندر دی چې اوس په هرات ولایت پورې اړوند دی. دغه راز د اقینې بندر په فاریاب ولایت پورې اړوند دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





