google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
تېرو 16کلونو کې 28500 افغان ماشومان د تاوتریخوالي قرباني شوي
په تېرو ۱۶ کلونو کې، څه باندې ۲۸ زره او ۵۰۰ ماشومان په افغانستان کې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق، د دغو شمېرو له خپرولو سره وايي چې په افغانستان کې د قرباني شویو ماشومانو شمېر د نړۍ ۲۷ سلنه جوړي. بلخوا د «ورلډ وېژن» مرسته رسوونکي سازمان په افغانستان کې د ماشومانو پر کړېدو او ناروښانه برخلیک اندېښنه څرګنده کړې ده. په افغانسان کې ناوړه اقتصادي وضعیت ماشومان هم سخت زیانمن کړي دي. عزیزه ګل له خپل مېړه او ماشومانو سره په هرات کې په یوه کنډواله کور کې اوسېږي. لس کلنه قندي ګل هغه ماشومامه ده چې پلار یې پلورلې څو یې په پیسو د خپلو نورو بچیانو لپاره ډوډۍ برابره کړي. د قندي ګل مور عزیزه ګل په دې هکله وايي:«په کور کې مو خواړه او هېڅ نه لرل. خاوند مې شور ماشور وکړ چې خواړه راوړه چې ماشومان له لوږې مري خو نه وو چې راوړي مې وو.» حمید هم د جګړې او وچکالۍ له امله بې ځایه شوی دی، دی وایي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره یې د خپلې اوه کلنې ماشومې له پلورلو پرته بله لار نه لرله. دغه ماشومه د خپلې کورنۍ د دې پرېکړې پر وړاندې د نهیلۍ اوښکې تویوي. د هرات اوسېدونکی حمید څرګندوي:«ما دا لور مې پلورلې چې نورو ماشومانو ته مې ډوډۍ پيدا کړم، ورته درمل وپلورم، دنیا داسې شوې ده چې څوک مرسته نه کوي، اړ یم یو اولاد وپلورم چې بل ژودی پاتې شي.» په افغانستان کې ګڼ ماشومان معلول شوي هم دي. په کابل کې د سره صلیب د مرکز فزیوټراپسټ عبدالفهیم وویل:«کله چې ماشومان دلته راځي ناهیلې وي، موږ له دې وروسته هغوی ته خبرې کوو د انګېزې ورکړې بهیر پیل وو، د هغو ماشومانو لپاره چې د بدن یوه برخه په ځانګړې توګه پښه یې له لاسه ورکړي وي موږ ورته مصنوعي پښه جوړ وو.» د یونېسف په وینا د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې، بې وزلي او اقتصادي ستونزې زیاتېږي او نور ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي. دغه بنسټ وړاندوینه کړې ده چې ۲۰۲۲ زیږدیز کال تر پایه به په افغانستان کې له پنځو کلنو کمر عمره درې مېلیون و ۲۰۰ زره ماشومان د خوړو له سخت کمښت او خوارځواکۍ سره مخ شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





