google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د امریکایي ډالرو ارزښت د افغانیو په مقابل کې راکښته شو
د افغانستان د اسعارو تبادلې تر ټولو ستر بازار سراى شهزاده په ډاګه کړې، چې نن د پنجشنبې پر سهار د لیندۍ ٢٥ يو امريکايي ډالر پر۹۴ افغانیو تبادله شو. دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې د ورځې تر پایه د ډالرو ارزښت ۱۰۵ افغانۍ و. دغه راز د افغانستان بانک ويلي، چې پرون د ۱۹ اعشاریه دوه میلیون ډالرو نغدي مرستو څلورمه بسته هم افغانستان ته رارسېدلې او د افغانستان نړیوال بانک یا ای آی بي ته وسپارل شوې. د افغانستان بانک زیاته کړې، چې د افغانانو د بېوزلۍ او بدبختۍ د مخنیوي لپاره یې د اصولو پر آسانتیا کار روان ساتلی او د هېوادنیو بانکي سیسټمونو او د بهرنیو اسعارو اړتیاوې به ډېر ژر حل شي. د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک تل هڅه کړې، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي. د افغانستان بانک دا هم ویلي، چې د دې ادارې مشرتابه هڅه کوي، چې افغانۍ ثبات ومومي. دا په داسې حال کې ده، چې د اوونۍ په پیل کې یو ډالر ۱۳۰ افغانیو ته رارسېدلی و. د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په داسې حال کې د اسعارو د ثبات لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل او د سې شنبې پر ورځ یې په هېواد کې د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګاوه. د لومړي وزیر دوه یم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، چې د اسعارو د بیې د ټیټېدو او لوړېدو د مخنیوي لپاره یې د یوه اقتصادي کمیسیون مشري پر غاړه اخیستې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې اړه ډاډمن ګامونه پورته شوي او افغانۍ به ثبات ومومي. ملا عبدالسلام حنفي ویلي: مونږ دیني عالمانو، سیمه ییزو چارواکو او امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې نه یوازې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخه ونیسي، بلکې د ډالرو قاچاق هم ودروي. ملا عبدالسلام حنفي خبرداری ورکړی؛ که هر هغه څوک د بهرنیو اسعارو پر کارولو، زیرمه کولو او قاچاق کې لاس ولري؛ مسوولین به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي او ملي خاین به وپېژندل شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





