google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د طالبانو امر بالمعروف وزارت پر تلوېزیونونو قیودات وضح کړل
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان د تلوېزیونو د نشراتو لپاره ځینې قیودات اعلان کړل.
دغه محدویتونه پرون یکشنبې د لړم ۳۰ مه د تلوېزیونونو د مسوولینو سره د یاد وزارت په یوه ناسته کې اعلان شوي دي. دغه قیودات په اتو مادو کې نشر شوي، چې له مخې یې تلوېزیونونه د هغو ډرامو او ټلویزوني تمثیلونو د خپرولو اجازه نه لري، چې ښځینه وو رول پکې لوبولی وي. په یوه بله ماده کې د ټلویزون د ښځینه کارکوونکو په اسلامي حجاب ټینګار شوی او دغه راز د هغو بهرنیو فلمونو او سریالونو د خپریدو منع اعلان شوې، چې د طالبانو په نظر د اسلامي شریعت مخالف وي. په اعلامیه کې د هغو سریالونو د نه خپریدو امر شوی، چې دین او انساني کرامت پکې توهین شوی وي. د هغو سریالونو او پروګرامونو په نه خپریدو هم ټینګار شوی دی، چې د انبیاوو او صحابه وو رول پکې لوبول شوی وي. طالبانو هغه طنزي او تفریحي پروګرامونه هم منع ګرځولي، چې د اشخاصو د توهین او تحقیق سبب ګرځیږي. له رسنیزو مشرانو سره په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د امر بالمعروف وزیر او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دواړو رسنیو ته د دوی د ملاتړ ډاډ ورکړی. طالب چارواکو رسنۍ له ممبر سره تشبیه کړي او ویلي، چې له دې وسیلې څخه باید خلک خیر ته دعوت کړل شي. ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د رسنیو ملاتړ په هغه صورت کې کوي، چې د ټولنې اصلاح ته کار وکړي او د هېواد لوړې ګټې او اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي. همدا شان ټینګار شوی دی، چې رسنۍ باید د بهرني فرهنګ د ترویج د مخنیوي لپاره کار وکړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





