google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د پیسو نړۍوال صندوق د افغانستان بېړنیو مرستو سرچینې وځنډولې
د رویټرز خبری اژانس رپوټ خپور کړی، چې د پیسو نړۍوال صندوق، د ۴۴۰ میلیونه ډالرو زېرمو په ګډون مالي سرچینو ته د افغانستان لاسرسی وځنډاوه. د پیسو نړۍوال صندوق د افغانستان د بېړنیو مرستو د زېرمو بندولو په هکله اعلامیه، د امریکا د مالیې وزارت تر فشارونو وروسته خپره کړې، چې پر دې صندوق پوره کنټرول لري. د پیسو نړۍوال صندوق ویاند رویټرز ته ویلي:اوسمهال افغانستان کې داسې حکومت نه شته چې نړۍوالې ټولنه یې په رسمیت و پېژني، نو ځکه خو د ایس ډي ار په ګډون، نورو سرچینو ته لاسرسی بند شوی. د پیسو د نړۍوال صندوق ویاند زیاته کړې:د تل په څېر د پيسو نړۍوال صندوق د نړۍوالې ټولنې د نظرونو پر بنست مخې ته ځي. د رویټرز د رپوټ په حواله، د پیسو نړۍوال صندوق په دودیز ډول په خپل غړیتوب ټینګار کوي چې بالاخره پرېکړه وکړي، چې ایا هغو حکومتونو سره راشه درشه وکړي، چې په کودتا او یا هم د لانجمنو ټاکنو په نتیجه کې واک ته رسېدلي.؟ رپوټ کې راغلي، که افغانستان بیاځلي هم ایس ډي ار پیسو ته لاسرسی پیدا کړي، خو ګرانه ده چې طالبان به دغه سرچینې ولګوي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن، د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان وړمه ورځ ویلي، کابل کې اوسني وضعیت ته په کتو لا ژر ده چې امریکا ووایي، طالبان په افغانستان کې د حاکم او قانوني قدرت په توګه په رسمیت پېژني که نه؟
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





