google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د بدي ځواب په نیکي سره                
نور   د بدي ځواب په نیکي سره
               
د بدي ځواب په نیکي سره
د بدي ځواب په نیکي سره
2021/01/08-15:01

د بدي ځواب په نیکي سره

لیکوال : عبدالواحد حقاني

کله چې تاسوله خلکو سره ناسته کوئ،نو طبعاً هغوی د خپل مزاج مطابق ستاسوسره رویه کوي، کیدایسي چې د هغوی رویه ستاسوپه طبیعت ښه ونه لګیږي،ډیری وخت به له یو چا سره په خندا او خوشالي مخ شئ خو لازمه نه ده چې هغوی به هم ستاسو سره همداسې رویه کوي بلکي احتمال لري چې په هغوی به ستا سودا رویه بده ولګیږي او پوښتنه به در څخه وکړي چې په څه خاندې؟ ځیني وخت به تاسو غواړئ چې له هغوی سره مجلس وکړئ خو هغوی به ستاسو څخه اعراض وکړي، په دې سره تاسو بالمقابل عین عمل مه تر سره کوئ، صبر وکړئ د هغوی دا کردار وزغمئ ، هغوی ته په نیکه سره ځواب ورکړئ، یا هم ځان سره فکر وکړئ چې نو څه خو د هغوی به همدا مزاج وي .

لکه څنګه چې الله تعالی د رزق ویش کړی ، چا ته لږ چا ته ډیره دنیا ورکړې ، همدا ډول د اخلاقو او خوش طبعي ویش یې هم کړی دی ، په چا یې د دومره حوصلې لورینه کړې چې فکر به کوې چې دې کس به غوسه زده هم نه وي، او په ځینو یې د خوش طبعې لورینه کرې وي هیڅ به فکر ونه کړې چې په دې کس دي کله هم خپګان راغلی وي .

الله تعالی فرمایي : ولاتستوي الحسنة ولا السیئة ، ادفع بالتي هي احسن فاذاالذي بینک وبینه عداوة کأنه ولی حمیم ( حم سجد :۳۴ )

ژباړه : او ( اي پیغمبره !) نیکي او بدي یو شانته نه دي،ته د بدۍ مخنیوی په هغې نیکۍ سره وکړه چي هغه ډیره ښه وي، ته به وګورې چې له تا سره چې د چا دښمني لوېدلي وه هغه دي لکه صمیمي دوست ګرځیدلی دی.

ځیني خلک داسې وي چې په هغوی د بد مزاجۍ خلاصون وي ، هیڅ په خبره نه درسره ځي ، د هغوی څخه د خلاصون یوه لار د هغوی په کردار صبر او زغم دی او یا به د هغوی څخه لار بېلوې اوملګرتیابه ورسره پریږدې په دې اړه یوه واقعه راځي : د اشعب په نامه یو کس له یوه سوداګر سره ملګری شو، په لار چې به هر څه کار و هغه به اشعب کوی لکه : له اوښانو بارونه ښکته کول ، د خوراک او همداسې نور ، خو سوداګر به کرار ناست و ، یوځل چې یو ځای د هوسایي لپاره ودریدل اشعب له اوښانو بار ښکته کړ سوداګر ناست و، کله چې د خوراک دپخلي وخت شو ، اشعب سوداګر ته وویل چې زه به غوښه سمه کړم ته بوټي پیدا کړه چې غوښه پرې پخه کړو ،سوداګر ورته وویل: سفر ټوک - ټوک کړی یم هیڅ مې په وسه نه کیږي، اشعب بوټي راوړل او د پخلي لپاره یې ترتیب برابر کړ ، اشعب سوداګر ته وویل راسه دا غوښه راسره میده کړه ځکه دا په یوازې نه میدیږي .سوداګر ویل که په چاړه مې ګوته پرې کړه ته ذمه وار یې ؟ غوښه هم په ناهیلۍ کې اشعب میده کړه ، مطلب اشعب که به دهر کار سوداګر ته ویل دهغه له طرفه خبره ردکیده، اشعب چې دده حال ته وکتل چې په دې خو د شرم انتهاء ده هیڅ بدلون نه کوي نو له صبر او زغم څخه یې کار واخیست،کله چې د خوړلو وخت شو چې ژغ یې پرې وکړ سمدستي ورغلی او په خوراک یې پیل وکړ، که اشعب له صبراو زغم څخه کار نه وای اخیستی بل هیڅ داسې څه نه وه چې له اشعب سره دي مرسته کړي وای.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته فاتحانه داخل شو، په مکه باندې یې طواف کوی، فضاله چې له زړه نه و مسلمان شوی،طواف کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاته روان و، فضاله وایي :غوښتل مې چې په ناپامي به ( نعوذبالله ) د شا له خوا وار پرې کوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وکتل راته یې وویل : ته فضاله یې؟ما ویل هو.رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وخندل او راته یې وویل فضاله ! تا زړه کې څه اراده لرله ؟ماورته وویل هیڅ هم نه صرف مې طواف کول اراده و. فضاله رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم مې په سینه لاس ونیو، لاهم رسول الله صلی الله علیه وسلم مې له سینې لاس نه و لیري کړی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې دومره مینه پیدا شوه چې کله مې دومره د چا محبت زړه ته نه و داخل شوی.

چې وروسته فضاله رضي الله عنه ډیر جلیل القدر صحابي شو، که دې کس ته رسول الله دومره په مینه او خوشالي مجلس نه وای کړی چې ګوره لا به څنګه شوی وای.

د بدي ځواب په نیکي ورکولو سره ډیري فائدې لري چې ډیري بیلګې یې سته.

الله تعالی دي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اخلاق حسنه وو په پوره حقيقي معنی سره برابر کړي.امین.

 

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د بدي ځواب په نیکي سره
د بدي ځواب په نیکي سره
ایران
که پر ایران برید وشي، پر افغانستان به یې اغیز څه وي؟
د بدي ځواب په نیکي سره
ځوانان
د اقتصادي برخو په پیاوړتیا کې د ځوانانو رول
د بدي ځواب په نیکي سره

د طالبانو او کرزي ترمنځ نانندرۍ؛ واقعي که تصنعي ؟
د بدي ځواب په نیکي سره
المسيحيين
إسرائيل وسياسة القضاء على المسيحيين.. ما الحكمة من ذلك؟
د بدي ځواب په نیکي سره
د بدي ځواب په نیکي سره
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
د بدي ځواب په نیکي سره
د بدي ځواب په نیکي سره
د بدي ځواب په نیکي سره
د بدي ځواب په نیکي سره
د بدي ځواب په نیکي سره
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
د بدي ځواب په نیکي سره