google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
2020 کې کابو 860 زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي
د کډوالو نړیوالې اداره یا IOM وايي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې کابو ۸۶۰ زره بې اسنادو افغان ګډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالو نړیوالې اداره یا IOM وايي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې کابو ۸۶۰ زره بې اسنادو افغان ګډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د خبر له مخې یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي، له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کې څه باندې ۸۰۵زره بې اسناده افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي و. یاده اداره وايي، یوازې په تیرو دوو اونیو کې ۱۶زره او ۳۵۷ افغان مهاجر په خپله خوښه له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي او څه باندې ۱۱زره نور شړل شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې په ایران کې د کروناویروس د دویمې څپې د محدودیتونو له امله د راستنېدونکو کډوالو په شمیر کې کموالی راغلی دی. د کډوالۍ نړیوالې ادارې اټکل کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې له ایران څخه ۶۵۴زره بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کېږي چې ټول یې بشري مرستو ته اړتیا لري. دغې ادارې زیاته کړې، چې له ایران څخه د بې اسناده راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو لپاره شاوخوا ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده. د کډوالۍ د نړیوالې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل څخه څه باندې ۶۷۰۰ بې اسناده افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو نړیوالې اداره وايي، هرکال د هوا په سړېدو سره له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په شمیر کې کموالی راځي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





