google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د فرشتې کوهستاني او د هغه د ورور مړي خاورو ته وسپار شول
د ښځو د حقونو په برخه کې د فعالې فرشتې کوهستاني او د ورور مړي یې، نن جمعه د کاپیسا ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.
فرشته کوهستانۍ او ورور یې شهرام کوهستانی د پنجشنبې ورځې په ماښام د کاپيسا د حصه اول کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته نږدې د ناپېژاندو کسانو له لوري ووژل شول. د فرشتې کوهستاني د کورنۍ غړي او خپلوان، حکومت په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونه د هېوادوالو د ځاني امنیت په ټینګښت او د هدفي وژنو په مخنیوي کې په ناکامۍ تورن وي. فرشتې کوهستانۍ واده کړی و او یو زوی یې درلود. کوهستانۍ له وژل کېدو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ځان پر وړاندې له ګواښونو او دغه راز له دې چې امنیتي ادارو یې د ګواښونو په تړاو اندېښنو ته پاملرنه نه ده کړې شکایت کړی و. خو د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې مېرمن کوهستانۍ په رسمي توګه غوښتنه نه ده کړې چې تر ګواښ لاندې ده؛ خو ټينګار کوي چې د پلان شویو وژنو دوسیې په جدي توګه څېړل کېږي. ځينې ښځې د ښځو د دغو حقونو په وړاندې د امنیتي ګواښونو په هکله د امنیتي بسټونو بې پروايي، د شرم وړ ګڼي. د ښځو د حقونو فعاله فریده کوهستانۍ څرګندوي:«تر کله به موږ هره ورځ د دغه درد او ماتم شاهد واوسو؟»
۳۳ کلنه فرشته کوهستانۍ د ښځو د حقونو فعاله وه او د ناامنیو د دوام او په امنیتي پېښو کې یې د هېوادوالو د وژلو او دغه راز ټولنیزو ستونزو په برخه کې د عدالت غوښتنه غږ پورته کاوه. خو له دې ناخبره وه چې یوه ورځ به په خپله هم په یوې امنیتي پېښه کې ووژل شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





