google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال نهه کسان د کرونا له امله مړه شوي
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٣٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٥٩٤ ته ورسېد. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په څلورمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٥٦٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٣٤ يې مثبتې دي. سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٥٩٤ ته لوړ شو. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٩ کسان په کابل، ٣٢ په هرات، ٢٧ په کندهار، ٢٢ په کاپيسا، ١٩ په نيمروز، ١٦ په ننګرهار، ١٢ په تخار، ١١ په بغلان، ١٠ په پروان، ٦-٦ په باميان، دايکنډي او جوزجان، ٤-٤ په بلخ او کونړ، ٣-٣ په بدخشان او سرپل، ٢-٢ په لوګر، بادغيس، ميدان وردګ، اروزګان، فارياب او سمنګان، يو-يو په غزني او زابل ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي. خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٦٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٤٠٥٨٢ ته ورسېد. د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢١٣٥ ته ورسېد. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي. د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





