google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي                 U.S                 Afghanistan                 Iran                 International                                
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي

2026/04/28-04:00

انصارپرس: ( د ثور 8مه)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي په 2025 میلادي کال کې په افغانستان کې 11 میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي دي.

تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي

په افغانستان کې د یونیسف سرپرست استازي، چارلیس نزیوکي، د معافیت د نړیوالې اونۍ په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې په دې هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ د له منځه وړلو پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغي لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د 2026 کال له پیل راهیسې تر اوسه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې د پولیو د ویروس د وحشي ډول یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دمعافیت نړیواله اونۍ د اپرېل له 24 څخه تر 30 پورې لمانځل کېږي؛ دا هغه اونۍ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د واکسینونو د اهمیت او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې یې د رول د څرګندولو لپاره نومول شوې ده.

#افغانستان                #طالبان                #پولیو                #یونیسف                #ماشومان               
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
U.S
Afghanistan
Iran
International
Social
Economic
Articles
Athletic
Read
Science
Medical
Interview
Art and Culture
Travel
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
          
@ 2025 Ansar Press