google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د ښي لاس شترینګ موټرو په اړه طالبان د ځینو پرېکړو خبر ورکوي
انصارپرس: (د چنګاښ1مه)، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي په اوږدمهال کې به د ښي لاس موټر بندوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي د ښي لاس شتیرینګ موټر د افغانستان د قوانینو خلاف دي او د ټرافیکي پېښو لامل ګرځي. قانع زیاته کړې د طالبانو حکومت په ځینو ولایتونو کې د ښي لاس موټرو ته د تمدید سټیکر لګوي او یواځې به په همغو ولایتونو کې ګرځي. قانع وروسته له هغه دا بیان خپور کړی چې په دې وروستیو کې یو شمېر افغانانو ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښي لاس شترینګ موټرو له زیاتېدو شکایت وکړ. دوی ویل چې د طالبانو اکثر غړي له دغو موټرو استفاده کوي او ګڼې ټرافیکي پېښې هم د دغو موټرو له خوا کېږي.
نظرات خوانندگان
شما نفر اولی هستید که برای مطلب فوق نظرتان را مینویسید. نظرات بعد از تایید نشان داده میشوند. |
|
انصارپرس؛ آزاد و مستقل با روایت بیطرفانه از جهان در خدمت مردم |
افغانستان
ایران
بین المللی
فرهنگی و هنری
اجتماعی
اقتصادی
پزشکی |
علمی و فناوری
ورزشی
مقالـات
مصاحبه |
درباره ما
تماس با ما
با ما تبلیغ کنید |





