google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه                 U.S                 Afghanistan                 Iran                 International                                
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
Epstein files      |      Gaza      |      Russia Ukraine War      |      US and Israel attack Iran
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
2026/09/01-03:06

انصارپرس: ( د سنبلی10مه)، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاويو ترمنځ په ترکیې کې دوستانه او رغنده ناسته ترسره شوه، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د پانګونې نویو فرصتونو رامنځته کول یې د بحث اساسي محورونه وو.

د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه

په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د افغان پلاوي په مشرۍ ګډون کړی و او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی فیض احمد خوافي يې هم ملتيا کوله.

هاشمي د دواړو هېوادونو پراخو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو ته په اشارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا لپاره شته ظرفیتونه د اوسنیو راکړو ورکړو له کچې ډېر لوړ دي. او د سوداګریزو پلاوو پر تګ راتګ، د ګډو پانګونو پر پراختیا او ترکي پانګوالو ته په افغانستان کې د شته اقتصادي فرصتونو پر معرفي کولو هم ټينګار وکړ.

دغې کتنې کې په نندارتونونو او اقتصادي پروګرامونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، شرکتونو او تولیدوونکو پر حضور هم بحث وشو. افغان پلاوي د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوي ته په افغانستان کې د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه، چې دغه بلنه د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه له لوري ومنل شوه.

د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه د دواړو خونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک د طرحې او لاسلیک وړاندیز هم وکړ. دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د یوه منظم او دوامدار چوکاټ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه هم له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اقتصادي فعالانو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د تعامل زیاتوالي لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

 

#افغانستان                #ترکیه                #اقتصاد                #سوداگری               
Readers comments
You are the first person to comment on this article. Comments are displayed after verification.
Enter the characters shown in the field below.
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
Ansar Press; Free and independent with impartial reports from the world at the service of the people
U.S
Afghanistan
Iran
International
Social
Economic
Articles
Athletic
Read
Science
Medical
Interview
Art and Culture
Travel
About Us
Contact Us
Advertise with Us
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه
Ansar Press; Free and independent with impartial reports from the world at the service of the people
Privacy Policy            Terms of Use
External links provided for reference purposes. Ansar Press is not responsible for the content of external Internet sites. @ 2025 Ansar Press
د افغانستان او استانبول د سوداګرۍ خونو پلاوو کتنه وکړه