google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته                 U.S                 Afghanistan                 Iran                 International                                
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
Epstein files      |      Gaza      |      Russia Ukraine War      |      US and Israel attack Iran
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
2026/08/05-04:23

انصارپرس: ( د زمری14مه)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي چې د استرالیا له سخاوتمندانه 9 میلیونه استرالیايي ډالرو چې شاوخوا 6،34 میلیونه امریکايي ډالره کېږي، مرستې څخه مننه کوي.

د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته

اوچا زیاته کړې، په داسې حال کې چې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او مالي سرچینې محدودې دي، دا مرسته به په ټول افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.

اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د 2026 کال له پیل څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، دغې ادارې یوازې د خپلې اړتیا وړ بودجې 17 سلنه ترلاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړ کسان هره ورځ له سختو انتخابونو سره مخ دي، دا چې خواړه واخلي که درمل او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم خبرداری ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې 13،8 میلیونه کسان د خوړو له بحراني یا بېړني ناامنۍ سره مخامخ دي.

 

#افغانستان                #آسترالیا                #اوچا                #بشری مرستی               
Readers comments
You are the first person to comment on this article. Comments are displayed after verification.
Enter the characters shown in the field below.
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
Ansar Press; Free and independent with impartial reports from the world at the service of the people
U.S
Afghanistan
Iran
International
Social
Economic
Articles
Athletic
Read
Science
Medical
Interview
Art and Culture
Travel
About Us
Contact Us
Advertise with Us
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
Ansar Press; Free and independent with impartial reports from the world at the service of the people
Privacy Policy            Terms of Use
External links provided for reference purposes. Ansar Press is not responsible for the content of external Internet sites. @ 2025 Ansar Press
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته